بيجنګ 08 ستمبر (اے پي پي)د چ??ن خارجه وزير وانګ ژي وئيلي دي د پاکستان، چین او افغانستان د خارجه وزيرانو وړومبې باضا??طه غونډه به د سږ كال په پائې كښې كېږي۔ د جمعې په ورځ د پاكستان خارجه وزير خواجه آصف سره خبرې كنفرنس ته خپله وېنا كښې د چ??ن خارجه وزير ووئيل مو??ږ درې ترجيحي څانګې په ګوته كړې چې پكښې ستراتېژكې كميونېكېشن٬ سيكيورټي ډائيلاګ او عملي مرسته شامله ده او په دې بنياد به مو??ږ د درې كسيزه مرستې او سيمه ايزې مرستې لپاره د نوي پلېټ فارم جوړولو مقصد سره كار كوٶ۔ وانګ ژی ووئيل چين به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان ملاتړ روان ساتي٬ په افغانستان كښې امن د دواړو هېوادونو په ګټه دے٬ مو??ږ د دواړو هېوادونو ترمېنځه ښې اړيكې غواړو۔ په دې مو??ع خواجه آصف ووئيل چين او پاكستان مثالي اړيكې لري او پاكستان خپل سيمه ايز سالميت لپاره د چ??ن ملاتړ ته په درنه سترګه ګوري۔ ده ووئيل افغان ستونزه هېڅ عسكري حل نه لري٬ پاك افغان مسئلې د سياسي خبرو اترو د لارې هوارېدل پكار دي۔ ده ووئيل په بنيادي توګه افغان مسئله پوځي حل نه لري دا به په سياسي توګه حل كولې شي