په قانون نافذ كوؤنكو ادارو دا ډول د بزدلۍ بريدونه زمونږ عزم كمزورې كولې نه شي۔ شاهد خ??قا?? عباسي
اسلام آباد ۔ 23 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خ??قا?? عباسی خېبر ایجنسی كښې د پاك پوځ په پوسته د ترسره شوي بريد په نتيجه كښې د لېفټېننټ ارسلان عالم په شهادت د افسوس څرګندونه كولوسره وئيلي دي د ترهګرۍ په ضد حنګ په حق??قت كښې د يو خپلواكه قام په حېث زمونږ د بقا جنګ دے۔ د خالي په ورځ جاري كړې شوي بيان كښې وزیراعظم شاهد خ??قا?? عباسی ووئيل زمونږ تورزن پوځ ترهګرو ته لوئے زيان رسولې ولې بياهم زمونږ وسله والو ځواكونو هم لويې قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل زمونږ د اتلانو د وينې هره قطره دا حق??قت په ډاګه كوي چې خپل هېواد څخه د ترهګر عناصرو ختمولو له مونږ د يو قام په حېث يو موټي يو۔ وزیراعظم ووئيل په قانون نافذ كوؤنكو ادارو دا ډول د بزدلۍ بريدونه زمونږ عزم كمزورې كولې نه شي۔ زمونږ عزم دې چې د ترهګرۍ په ضد دا آپرېشن به روان وي۔ وزیراعظم په بريد كښې د شهيد شوي آفیسر روح ته ثواب رسولو له د بخښنې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړه۔