اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې ځوانان دې د سي پېك څخه استفاده كولو٬ د سائنس او ټېكنالوجې٬ صنعت و حرفت او د كاروبار د نويو موقعو څخه بشپړه ګټه پورته كولو لپاره خپل ځان تيار كړي٬ ځوانان د موقعو څخه ښه استفاده كولو سر?? په مالي توګه د خوشحالېدو نه علاوه هغوي نورو ته زوګار وركوونكي هم جوړېدے شي٬ د شدت خوښې ناسور اوس خپلې وروستې سلګۍ اخلي۔ اولس مشر دا خبرې د خالي په ورځ د اسلام آباد د رفاه نړيوال پوهنتون دوولسم كانوو??ېش?? ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ اولس مشر ووئيل چې د انسان په ژوند كښې ځينې پېښې ډېرې يادګارې او زيات وخت اثر لرونكې وي۔ په دې كښې يوه موقع دا هم ده په كومه كښې چې نن مونږ شريك يو۔ د دې سبب دا دے چې انسان بې شمېره اميدونو سر?? تعليم ترلاسه كوي او بې شمېره ارزوګانو سر?? د ژوند دا پړاؤ ترسره كولو سر?? په عملي مېدان كښې قدم ږدي۔ دغسې د ده په زړه كښې د جذباتو يو طوفان چپې وهي او هغه ګڼي چې د تعليم نه فارع كېدو سر?? به هغه لوئې كارنامې ترسره كړي۔ تاسو به هم څه داسې فكر لرئ نو دا غېر فطري نه دے۔ زه ستاسو ټولو جائز خواهشاتو او د لوړو عزائمو ترسره كېدو لپاره د لوي څښتن نه دعا غواړم او د تعليمي ژوند په ترسره كولو تاسو٬ ستاسو مور او پلار او ښوونكو ته مباركي دركوم۔ اولس مشر ووئيل چې زه باور لرم چې تاسو به د ستونزو مقابله كولو سر?? حوصله نه بائيلئ او خوږ وطن به ??قي??ي منزل ته ورسوئ۔ اولس مشر ووئيل چې د الله پاك ش??ر دے چې د شدت خوښې ناسور اوس خپلې وروستې سلګۍ اخلي خو زمونږ په وړاندې دا يو چېلنج دے چې داسې صورتحال بيا كله هم پېدا نه شي۔ اولس مشر ووئيل چې زه تل خپل بچو ته نصيحت كوم چې ځوانان دې د سي پېك څخه استفاده كولو٬ د سائنس او ټېكنالوجې٬ صنعت و حرفت او د كاروبار د نويو موقعو څخه بشپړه ګټه پورته كولو لپاره خپل ځان تيار كړي٬ ځوانان د موقعو څخه ښه استفاده كولو سر?? په مالي توګه د خوشحالېدو نه علاوه هغوي نورو ته زوګار وركوونكي هم جوړېدے شي۔