اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) لنډ مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د سمندري چارو وزارت ته امر كړې چې د ګوادر بندر ??ائ د پرمختګ پحقله د ستونزو لرې كولو لپاره جامع تجويزونه دي راوړاندې كړې شي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ وزيراعظم آفس كښې د مېري ټائم افيئرز ٬ ادارو ??و د خپلواكه ادارو د چارو پحقله د بريفنګ مشرۍ په مهال كړې دې۔ د مېري ټائم افيئرز وفاقي وزير عبدالله حسېن هارون ٬ د مېري ټائم افيئرز ممتاز علي شاه ٬ د وزيراعظم دوهم سېكتر ډاكټر كاظم نياز٬ د پاكستان نېشنل شپنګ كارپورېشن چيئرمېن رضوان احمد٬ د پورټ قاسم اتهارټۍ دوهم سېكتر اسد رفيق چندنا٬ د ګوادر پورټ اتهارټۍ چيئرمېن دوستین خان جمیدنی او لوړ پورو چارواكو په بريفنګ كښې ګډون وكړو۔ د مېري ټائم افيئرز سېكتر د مېري ټائم افيئرز وزارت٬ د كراچي پورټ ټرسټ ٬ د پاكستان ډيپ واټر كنټېرنز ??ورټ ٬ د قاسم پورټ اتهارټۍ ٬ د ګوادر پورټ اتهارټۍ ??و د خپل وزارت د ماتحتو نورو ادارو د كاركردګۍ پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د كراچۍ پورټ ټرسټ د كاركردګۍ جاج وړاندې كولو په مهال غونډې ته ووئيل شول كے پي ټي د كال 18-2017 په مهال 4341 مېليونه روپۍ ګټلې دې دغسې پورټ قاسم هم په 17-2016- او 18-2017 په مهال 4443 او 5870 مېليونه روپۍ ګټه كړې ده ۔ د ګوادر بندر ??ائ او ګوادر فری زون ایریا پرمختګ پحقله د بريفنګ په مهال د مېري ټائم افيئرز سېكتر د بندر ??اې پرمختګ لپاره د وړاندې كړو بېلا بېل مراعات رامخې ته كړه۔ سېكتر د برېښنا ??و د اوبو ترلاسه كېدو پحقله د ځينيو مسئلو هم ذكر وكړو ??و دا د ګوادر بندر ??ائ په تند پرمختګ كښې خنډ دے۔ وزیراعظم د وزارت ??و د بېلا بېلو ادارو په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم وزارت ته د ګوادر بندر ??ائ پرمختګ پحقله د مسئلو هواري ??و د كبانو د پالنې وسائلو په تندۍ سره د ضياع مخنيوي لپاره د جامع او كوټلې تجويزونو وړاندې كولو امر وكړو۔