اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) پاکستان د نړيو??ل ټېلي كميونيكيشن يونين د انتظامي كونسل او د كنټري بيوشن لپاره د ملګرو ملتونو د كمېټۍ بيا غړې وټاكلې شو۔ خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ګل په ورځ پاکستان د كال 2018 څخه تر 2022 د پاکستان د نړيو??ل ټېلي كميونيكيشن يونين د انتظامي كونسل او د كنټري بيوشن لپاره د ملګرو ملتونو د كمېټۍ بيا غړې منتخب شوې٬ په دې لړ كښې ټاكنې د يو اے اي په دبئۍ ښار كښې شوې۔ پاكستان په كاسټ شوو 177 رايو كښې 155 رائے ترلاسه كړې ٬ د خبر پاڼی تر مخه د پاكستان بيا ټاك??ه د انفارمېشن او ټېلي كميونيكېشن په څانګو كښې د هېواد په ځانګړي پېشرفت د نړيوالې ورورولۍ د باور څرګندو??ه ده ٬ د غړي حېث څخه به پاكستان د انټرنېشنل ټېلي كميونيكېشن يونين مضبوطيا او د عصر حاضر د چېلنجونو مخنيوي لپاره خپل كردار ??وان ساتي ۔ د خارجه دفتر له مخې دغسې پاكستان په نيويارك كښې د كنټري بيوشن لپاره د ملګرو ملتوند كمېټۍ غړې هم منتخب شوې ٬ دا كمېټي د هر رياست لخوا د ملګرو ملتونو بجټ لپاره د وركړې شوې مالي مرستې تعين كوي۔