اسلام آباد 10 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به نن په لاهور كښې د كور نه بغېر تر اسمان لاندې ژوند تېرونكو لپاره د پناه ځائ جوړولو د پروژې د بنياد تيګه ږد??۔ د وزيراعظم د دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د لاهور ښار په بېلا بېلو ځا??ونو كښې خلق په لو??ه شمېره په فټ پاتونو او نورو ځا??ونو د كور نه بغېر شپې تېروي٬ د داسې خلقو د شمېر په اړه بېلا بېلې اندازې لګول شوې د??۔ د كور نه بغېر تر اسمان لاندې ژوند تېرونكي داسې خلق زياتره د داتا دربار٬ ريلوے سټېشن په خوا او شا سيمو٬ اچهره او چوبرجي او نورو ځا??ونو كښې ليدل كېدې ش??۔ داسې خلق بنيادي اسانيو د مثال په توګه پاك اوسېدو٬ جامو وينځلو٬ په محفوظه توګه د شپې تېرولو او ابتدائي طبي مرستې لپاره موزون ځائ ته ضر??رت لري۔ وزيراعظم په لاهور كښې د چې كوم پناه ځائ د بنياد تيګه ږدي٬ د دې مقصد د داسې خلقو د عزت نفس بحالي٬ د ضر??رت مندو خلقو ضر??رت پوره كول٬ محفوظ ځا??ونه جوړول٬ دوي ته ورپېښ خطرات كمول او د وګړو او رياست د سماجي ذمه وارې دائره پراخا كول د??۔ د پناه ځائ په ودانې كښې به د ځائ غوره است??ما?? كولې شي چرته به چې ټولې اسانيې جلا جلا موجود وي۔ سادګي او غوره كاركردګي باروري كولو لپاره به جديد او بنيادي ډيزائن كارولې شي۔