اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان پاکستان كښ?? د مساوات او انصاف خوښې ټولنې جوړولو لپاره د خپل عزم پخلي كولو سره وئيلي دي مونږ په فلاحي رياست باور لرو٬ د ډونلډ ټرمپ د ټوئټ په ځواب كښ?? ټوئټ كول د ټوېټر جنګ نه دې بلكې د رېكارډ سمول وو ٬ پاکستان كښ?? د طالبانو پټې ژالې نشته٬ افغانستان كښ?? امن لپاره به خپلې په زړه پورې هڅې كوٶ٬ افغان مسئله پوځي هل نه لري٬ زما د دې موقف له امله ما ته طالبان خان هم وئېلې شوې٬ په دې خوشحاله يم چې اوس ټول خلق د افغان مسئلې د سياسي حل خبره كوي٬ د پاكستان نقطه نظر زه داسې ګڼم چې امريكې له افغانستان څخه د كال 1989 غوندې په تندۍ وتل نه دې پكار ٬ امريكې له د اسامه پحقله پاكستان سره معلومات شېئر كول پكار وٶ٬ د ممبئۍ بريد كوٶنكي انجام ته رسول غواړو٬ آئي اېم اېف سره هم خبرې اترې كوٶ خو د ګرانۍ او بې روزګارۍ زياتولو شرطونه به نه منوو۔ د امريكې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ سره په مركه كښ?? وزیراعظم عمران خان ووئيل د ډونلډ ټرمپ د ټوئټ په ځواب كښ?? ټوئټ كول د ټوېټر جنګ نه ؤ بلكې د رېكارډ سمول وٶ٬ د ټوئټر پېغامونو تبادله د امريكې لخوا د افغان مسئلې د پوځي حل د غلطو پاليسو په حقله د پاكستان د تورن ګرځولو ځواب ٶ٬ ده ووئېل امریکائي اولس مشر تورونه لګول چې پاكستان كښ?? د طالبانو پټې ژالې شته۔ وزيراعظم عمران خان په سپينو ټكو ووئيل پاكستان كښ?? داسې هېڅ ژالې نشته۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل كله مو چې اقتدار ترلاسه كړو نو ما ته د امنيتي ځواكونو لخوا بشپړه بريفنګ راكړې شوې٬ بريفنګ كښ?? ماته وئيلې شوي چې مونږ څو ځله امريكې ته وئيلي دي چې دغه ډول پټ ځايونه راته په ګوته كړې ٬ مونږ به ئې په ضد كاروائي كوٶ٬ خو حقيقت دا دې چې پاكستان كښ?? د طالبانو پټ ځايونه نشته۔ وزیراعظم ووئيل دا مهال پاكستان كښ?? 27 لكه افغان كډوال مېسته دي او دوي په لويو كمېپونو كښ?? اوسېږي٬ د دو??ړو هېوادونو ترمېنځه د پولو سخته څارنه كېږي٬ ده ووئېل د امریکې سېټلائټس او ډرون موجود دي٬ په پوله د دا ډول خلقو د تګ راتګ څارنه كېدې شي٬ ده ووئېل وړومبۍ خبره خو دا ده چې پاكستان كښ?? داسې پټ ځايونه نشه ٬ كه فرض كړه دوه يا درې زره طالبان د افغانستان نه پاكستان ته داخل شي نو دوي د افغان كډوالو ھغه كمېپونو ته په آسانۍ سره تللې شي۔ د امريكائي اولس مشر ټرمپ د خط په حقله ده ووئيل په افغانستان كښ?? امن د پاكستان په ګټه دې٬ د افغانستان امن لپاره چې د پاكستان نه څه كېدې شي كوي به٬ په طالبانو د فشار اچولو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وزیراعظم ووئيل مونږ به په افغانستان كښ?? امن لپاره خپلې په زړه پورې هڅې كوٶ٬ دا خبره ياده ساتل پكار ده چې دا مهال 40 فيصده برخه د افغان حكومت د لاسو نه وتې ده ٬ پاکستان كښ?? د طالبانو مشرانو ته د پناه وركولو په پوښتنه وزیراعظم ووئيل دا ډول په تورونو لګولو نه پوهېږو٬ پاكستان د نائن الېون بريدونو سره هېڅ تعلق نه لرلو٬ القاعده په افغانستان كښ?? وه٬ په دې بريدونو كښ?? د پاكستان يو وګړې هم ككړ نه ٶ ٬ د دغې باوجود پاكستان ته د امريكې په جنګ كښ?? د شاملېدو ووئيل شول٬ وزيراعظم عمران خان ووئېل پاکستان كښ?? زما پشمول ډېرو كسانو د دې جنګ مخالفت كړې٬ افغانستان كښ?? د روسيې په ضد جنګ كښ?? پاكستان د امريكې ملګرتيا كړې وه٬ كله چې په كال 1989 كښ?? روسيه د افغانستان نه ووتله نو امريكا هم لاړه او په پاكستان د عسكري ډلو په وړاندې د 40 لكه افغان كډوالو بوجه پرېوت٬ ده ووئېل كه مونږ د 9/11 نه پس غېر جانبداره پاتې وې نو مونږ به خپل ځان د لوي زيان نه بچ كړې ؤ كوم چې په جنګ كښ?? د شاملېدو له امله پاكستان كښ?? شوې٬ ده ووئېل د امریکې په جنګ كښ?? د فرنټ لائن رياست په سوب پاكستان ستونزو سره مخ شو او په دې جنګ كښ?? زمونږ د 80 زره نه زياتو خلقو ځانونه قربان كړي٬ مونږ دا اندازه لرو چې په دې جنګ كښ?? د پاكستان معيشت ته د 150 اربه ډالرو زيان رسېدلې ٬ ده ووئېل پاکستان كښ?? سرمايه كاري بنده شوه او د نړۍ خطرناك هېواد وګرځولې شو۔ وزیراعظم ووئيل دا خبره رښتيا ده چې په افغانستان كښ?? د امريكائې عسكرو شمېره كمه شوې خو افغان ملي اردو ته د امريكې لخوا مرسته ترلاسه ده ٬ طالبان هم په دې خبره پوهېږي چې افغانستان كښ?? امن لپاره به دوي ته د امريكې د مرستې ضرورت وي۔ د پاکستان او امریکې ترمېنځه د اريكو د پوښتنې په ځواب وزیراعظم ووئيل امریکې سره كله هم ھغه اړيكې نه غواړو چې پكښې د پاكستان حېثيت د كرائۍ د عسكر وي او پاكستان له د پېسو په بدل د نورو جنګ كول وي ٬ ده ووئېل مونږ به كله هم بيا خپل ځان دې پوزيشن ته نه بوځو ځكه چې دې سره نه يوازې مونږ ته لوے زيان رسېږي بلكې زمونږ قبائلي سيمې تباهۍ سره مخ شي او زمونږ عزت نفس ته هم زيان ورسي٫ مونږ امريكې سره مناسب اړيكې غواړو۔ وزیراعظم ووئيل چين سره زمونږ اړيكې يو اړخيزه نه دي ٬ دا د دو??ړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي اړيكې دې٬ امریکې سره هم دا ډول اړيكې غواړو۔ وزیراعظم ووئيل د امريكې پاليسو سره د عدم اتفاق مطلب هېچرې دا نه دې چې تاسو د امريك