اسلام آباد ۔ 15 جنوری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او شماريات وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي د ډېټا کولېکشن آټومېشن لپاره تږلاره ضروري ده دغسې چې مستند شمېرې ترلاسه كولو سره غوره پالېسي جوړه كړې شي۔ وفا??ی وزیر، څوك چې د شماريات ډويژن اضافه چارج هم لري دا خب??ه د پاکستان بېورو آف سټېټسټکس 16مې ګورننګ كونسل غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ د شماريات ډويژن سېكتره مس شائسته سهېل، د ورننګ کونسل غړي او د وزا??ت اعلی چارواكو هم غونډه كښې ګډون كولو۔ وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې د شماريات بېورو دې معيشت ٬ ودانۍ ٬ كركيلې او نورو څانګو س??ه د باور وړ سركاري شمېرې وړاندې كولو له تږلاره وضعه كړي۔ وفاقي وزير ووئيل د معذورو وګړو په ضلعي كچه شمېرو له دې د پي اېس اېل اېم په سوالنامه كښې د معذورۍ كالم شامل كړې شي دغسې چې حكومت ته د معذوره وګړو خېر ښېګړې پالېسۍ جوړولو له مرسته ترلاسه شي۔ په غونډه كښې په بېلو ايجنډا آئټمز هم بحث وكړې شو۔ وفا??ی وزیر هدايت وكړو چې چیف اسټېټسټېشن ټاكلو او د بېورو د درېو سينئر غړو خالي چوكۍ ډكولو عمل دې تند كړې شي۔ غونډه كښې د شمارياتو ډويژن سېكترې د ګورننګ كونسل وروستۍ غونډې څخه وروستو بېورو لپا??ه د شوي كار او د روانو ګامونو په اړه بريفنګ وركړ