اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون سلاكار ملك امين اسلم وئيلي دي چې حكومت ماحولياتي تحفظ لپاره د ځنګلاتو اهميت پېژندلو سره د 10 بلين ټري سونامي پروژه پېل كړې٬ دې پروژې سره به په هېواد كښې د اوبو ځايونو او د مېنګروز تحفظ سره د موسمياتي بدلون په آغېز قابو موندلو كښې مرسته وشي۔ په پاكستان كښې د نړيوال اهميت 19 ځايونه دي چې پكښې تالاؤنه٬ دريابونه٬ كورل ريف او مېنګروز شامل دي?? دا ځايونه ماحولياتي نظام په ځائ ساتلو لپاره ډېر مهم دي۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې وېټ ??ېن?? كنونشن يا رام سر كنونشن د بېلا بېلا هېوادونو ترمېنځه لوظنامه ده۔ ده ووئيل چې د رام سر كنونشن د غړ?? په حېث په پاكستان كښې د نړيوال اهميت 19 ځايونه دي چې پكښې تالاؤنه٬ دريابونه٬ كورل ريف او مېنګروز شامل دي?? دا ځايونه ماحولياتي نظام په ځائ ساتلو لپاره ډېر مهم دي۔ سږ كال د فرورې په 2مه نېټه ورلډ وېټ ??ېن?? ډے لمانځل شوې چې مقصد ئې په اولس كښې د ماحولياتي بدلون په اړه شعور بېدارول دي۔ ده ووئيل چې د تېرو 35 كلونو په مهال قدرتي آفتونه سل چنده زيات شوي دي او قدرتي آفتونو 90 فيصده اوبو سره تړون لري چې پكښې سېلاب٬ سمندري طوفان او سونامي وغېر شامل دي۔ وېټ ??ېن?? د طوفانونو آغېر كموي۔