اسلام آباد 13 فروری (اے پی پی )د قامي ا??مبلۍ سپيكر اسد قيصر سره په پاكستان كښې د قطر سفير مبارك المنصوري د شورو په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع په خبرو كښې د قامي ا??مبلۍ سپيكر ووئيل اسلامي نړۍ ته د رامخې ته شوو چېلنجونو مقابلې لپاره مونږ اتحاد ته اړتيا لرو٬پاكستان قطر سره د ورورولۍ پراخه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده ووئيل پاكستان پارليماني د سف??رت??ارۍ او اقتصادي مرستې ودې د لارې دوه اړخيزه اړيكې لا پراخه كول غواړي۔پارليماني سف??رت??اري دواړه هېوادونه يو بل ته رانزدې كولو له مهم كردار تر سره كولې شي۔د پاكستان پارليمان د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورورلۍ اړيكې لا مستحكمولو له لوظي دے ۔ده ووئيل موجوده حكومت په هېواد كښې سرمايه كار دوسته پالېسۍ وضع كوي د كومې څخه چې د قطر سرمايه كاري ا??تفاده پورته كولې شي٬ ده ووئېل په پاكستان كښې د توان٬د ګاز او تېل په څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعې موجود دي چې پكښې قطري كمپنۍ سرمايه كاري كولې شي٬په پاكستان كښې هنرمنده افرادي قوت موجود دے كوم چې د قطر په رغونه او پرمختګ كښې مهم كردار تر سره كولې شي۔په دې موقع د قطر سفير مبارك المنصوري ووئيل قطر پاكستان سره خپلو تاريخي د ملګرتيا اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬قطر پاكستان سره اقتصادي او معاشي مرستې له خوښي لري۔ده ووئيل قطري كمپنۍ په پاكستان كښې سرمايه كارۍ له خوښي لري۔قطري سفير د قامي ا??مبلۍ سپيكر اسد قيصر ته د اپرېل په 6مه نېټھ په قطر كښې كېدونكي نړيوال پارليماني ا??تلاف غونډه كښې د ګډو?? كولو بلنه هم وركړه