اسلام آباد 22 مارچ(اے پي پي) د وزیراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد وئيلي دي ماليزيا د خپلو مثبتو پاليسو په سوب په تندۍ سره پرمختګ كړې٬ ?? دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيكې په پراخه تجارتي او سرمايه كارۍ په مرسته بدلول غواړو۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پاكستان ماليزيا سرمايه كارۍ كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د س??مايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف هم په دې موقع وېنا وكړه ۔ عبدالرزاق داؤد ووئيل د ماليزيا د بزنس مېنانو او سرمايه كارو پاكستان ته د راتګ هركلې كوٶ٬ پاكستان ?? دوي دوېم كور دے ۔ ده ووئيل ?? دواړو هېوادونو اړيكې به لا وده وكړي كله چې تجارت او د س??مايه كارۍ په ??ان??و كښې مرستې امكانات زيات شي۔ په دې موقع هارون شريف د ماليزيا د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل دا كنفرنس به ?? دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو پ??اخ??يا لپاره مهم فورم وګرځي۔ ده ووئيل ?? دواړو هېوادونو د پلاوي په كچه مذاكرات شوې ٬ د كنفرنس مقصد ?? دواړو هېوادونو سرمايه كار يو بل سره معرفي كول دي۔ د س??مايه كارۍ بورډ چیئرمېن ووئيل دواړه هېوادونه دا مهال غوره او لوظي قيادت لري٬ ?? دواړو هېوادونو ترمېنځه د اېم او يوز لاسليك كولو مقصد هم شريك تجارت او د س??مايه كارۍ موقع زياتول دي مونږ له څلورم صنعتي انقلاب پلو تلل دي٬ ده ووئېل پاكستان ك??رو??ار او سرمايه كارۍ لپاره پرانستې هېواد دے او دلته د س??مايه كارۍ پراخه موقعې شته۔ په دې موقع ?? دواړو هېوادونو د پلاويو غړو ترمېنځه د تجارت او سرمايه كارۍ په ??ان??و كښې د مرستې سره سره په نوې موقعو هم خبرې وشوې۔